معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د یو نوي تړون لپاره د مذاکراتو راپورونه رد کړل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د یو نوي تړون لپاره د مذاکراتو راپورونه رد کړل

کابل/ګهیځ:
نن یکشنبه (د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، ګواکې له امریکا سره یې د دوحې تړون په څېر د یو نوي تړون کولو لپاره د مذاکراتو لړۍ پیل کړې ده.
د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د ملا بردار په مشرۍ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار او د CIA له مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې د مذاکراتو په اړه خپاره شوي خبرونه ردوي او پروپاګنډا یې بولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې اشخاص دې داسې بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته د اعتبار ورکولو هڅه نه کوي.
هغه په رسنیو هم غږ وکړ، چې خپلو اصولو ته ژمن پاتې شي او د بې بنسټه راپورونو له خپرولو دې ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې د افغانستان حکومت له امریکا سره د مذاکراتو نوې لړۍ پیل کړې ده.
د هغه په وینا دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتي او نظامي چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوي.
نوموړی زیاتوي ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دي او اندېښمن دي چې ښايي د اوسني حکومت مشران د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځي قطعاتو ته ځای ورکړي.
خو د بهرنیو چارو وزارت یې پروپاګنډا بولي او خبر ورکوي، چې د دا ډول خبرونو په خپرولو سره دې ولس ته د تشویشونو له پیدا کولو څخه ډډه وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس