معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره ټلېفوني خبرې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره ټلېفوني خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر یو شمېر مسایلو تېلیفوني خبرې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یو لړ ټویټونو کې ویل شوي، چې وزیر یې دغو خبرو کې خپل سیال ته ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له لوري د اوبو ورخوشې کولو او له هلمند سینده د اوبو د حق غوښتونکی دی.
تویټونو کې راغلي، چې د افغانستان له لوري د اوبو ورپرېښودل او د ایران د اوبو حق په عملي بڼه ورکول د ایران د حکومت جدي غوښتنه ده او دا موضوع پر خپلمنځي اړیکو اغېز لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، د ایران حقابې نه ورکولو له امله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې، چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشي کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له قوله بیا دوی ویلي، چې افغانستان له ایران سره د اوبو هوکړې ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس