معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان د فوټسال لوبډله نن په لومړي ځل نړیوال جام کې لوبیږي

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن په لومړي ځل نړیوال جام کې لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله چې په‌ دې وروستیو کې یې ښې لوبې وکړې او د ګڼو خلکو پام یې ځانته واړولو، نن په لومړي ځل نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو صالون کې د کابل په وخت د مازیګر په ۵ بجو پيلیږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړیوال جام د ښه چمتووالي په هدف د ایران په مشهد ښار کې څو ورځې تمرینونه کړي او همدارنګه یې په ‌دې وروستیو کې د انترکانتیننټال یا لویو وچو جام سیالیو کې څو ټیمونه مات او درېیم مقام یې په خپل نوم کړ.

افغانستان به د فوټسال نړیوال جام په سي ډله کې له انګولا وروسته دوه نورې لوبې له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس