کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په منځني ختیځ کې د شخړو له امله هوايي شرکتونه اوس د ایران د هوايي حریم پرځای د افغانستان له فضا څخه ګټه پورته کوي.
د دوی په وینا له دې امله د الوتنو وخت اوږد شوی او مصارف یې هم لوړ شوي دي.
په دې وروستیو کې د اسراییل او ایران ترمنځ تر شخړو وروسته، اوس هوايي شرکتونه د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي.
د فلایټ راډار ۲۴ په حواله چې د الوتکو د پروازونو په اړه معلومات راټول او خپروي، د هوايي شرکتونو له لوري د ایران له هوايي حریمه د کمې استفادې له امله د الوتنو وخت اوږد شوی او د الوتکو د تیلو مصارف هم لوړ شوي دي.
هوايي شرکتونه پر ایران د اسراییلو د ځوابي برید له وېرې د دغه هېواد له هوايي حریمه کمه استفاده کوي.
په ورته وخت کې د هوايي چلند یو شمیر شرکتونو ویلي، چې پر اسراییل باندې د تېرې سې شنبې ورځې تر توغندیزو بریدونو وروسته چې په لومړیو ساعتونو کې ګڼ شمېر پروازونه لغوه او ځنډیدلې وو، اوس یې بېرته په عادي ډول الوتنې پیل کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/