معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان د وضعیت په اړه نن د اروپایي ټولنې یوه غونډه کې خبرې کیږي

د افغانستان د وضعیت په اړه نن د اروپایي ټولنې یوه غونډه کې خبرې کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان موضوع د اجندا یوه مهمه برخه وي.
میزرالي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي موسسو کې له زده‌ کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز کوي.
د اروپایي ټولنې په غونډه کې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړي ټوګه پر نجونو د محدودیتوتو لګېدو په اړه غونډه په داسې مهال کوي، چې افغان حکومت د شرایطو تر برابرېدو پورې پر نجونو د تعلیم او تحصیل کول بند کړي دي.
د یونسکو د معلوماتو له مخې د ط.البانو د حکومت له لومړۍ واکمنۍ وروسته په ۲۰۰۱ کال پنځه زره نجونې د لوړو زده‌ کړو په موسسو کې شاملې وې، حال دا چې دغه شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې و، خو روان ۲۰۲۳ کال له اووم پورته او لوړو زده کړو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس