معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان فوټبال ۱۷ کلن ټیم په لومړي ځل د مرکزي اسیا اتلولي وګټله

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلن ټیم په لومړي ځل د مرکزي اسیا اتلولي وګټله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې ازبکستان ته په ماتې ورکولو سره وکولی شول، چې د مرکزي آسیا د فوټبال د اتلولۍ جام وګټي.

د کافا سیالیو پایلوبه کې د افغان فوټبال لوبډلې لوبغاړي عظیم الدین حاجي زاده یوه ګول د افغانستان فوټبال تاریخ بدل کړ او اتلولي یې د افغانستان په نوم کړه.

افغان ۱۷ کلنو ملي لوبډلې وړاندې تر دې د کافا سیالیو کې تاجکستان، قرغزستان ته هم ماتې ورکړې وې.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې د هېواد د ۱۷کلنو ملي لوبډله وتوانېدله چې د مرکزي اسیا د فوټبال د اتلولۍ جام د افغانستان لپاره وګټي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس