معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې د چارو چټکولو پرېکړه شوې

د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې د چارو چټکولو پرېکړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله ویلي، چې له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی دی.

د دوی په وینا د دې پرمختګ له مخې به د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.

دوی وايي، دا پرېکړه اسلام آباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځني سفر کې شوې ده. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې د اقتصادي وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپي پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی، چې دې سره به د دې پروژې د پلي کول چارې چټکې شي.

د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی و.

ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان له لار  د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس