معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان پر فضا د امریکايي الوتکو پرواز د دوحې له هوکړې او بین المللي قوانینو خلاف عمل دی

د افغانستان پر فضا د امریکايي الوتکو پرواز د دوحې له هوکړې او بین المللي قوانینو خلاف عمل دی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپل وزارت د لاسته راوړنو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړه.
هغه وویل، چې د افغانستان په فضا کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکو پروازونه د دوحې د هوکړې او د بین المللي قوانینو خلاف عمل دی.
هغه پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي او د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ افغانستان کې امنیت تامین شوی او افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

ښاغلي متقي دغه راز وویل، چې په تېر یوه کال کې د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا د اقتصادي اتصال په مرکز بدل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس