معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانيو نوي بانک نوټونه، د راکړې ورکړې آسانتیا که د هېواد اقتصادي وده؟

د افغانيو نوي بانک نوټونه، د راکړې ورکړې آسانتیا که د هېواد اقتصادي وده؟

د افغانيو نوي بانک نوټونه، د راکړې ورکړې آسانتیا که د هېواد اقتصادي وده؟
کابل/ګهیځ:
راپور: نذیر منیب
په داسې حال کې چې د افغانستان بازارونه دا مهال د افغاني بانکنوټونو له جدي کمښت او ستونزې سره مخ دي او د شته نوټونو له زړښته هم شکایتونه تر وروستي بریده رسېدلي، اوس کابل ته د افغانیو د نويو چاپ شویو بانکنوټونو له را رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
که څه هم په کابل کې اړونده چارواکیو هم تر دې وړاندې پدې اړه خبرې کړې وې خو د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپ په اړه یقیني خبره تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ وکړه، او ویې ویل چې د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه به کابل ته له رسېدو وروسته د زړو شویو افغانیو پرځای بازار ته وړاندې کړای شي.
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدا وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د نويو بانکنوټونو د چاپ او بازار ته د راتګ خبره کېږي.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کراتو کراتو افغان ولس، سوداګرو او چارواکو په بازار کې د افغانيو له کمښت او د چلېدونکو نوټونو له بېساري سولېدو او زړیدو اندېېښنه ښکاره کړې وه خو اوس د افغانستان بانک وايي، د افغانیو بانک نوټونو د چاپ برخه کې یې له پلان سره سم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
دغه بانک پر ټویټر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي: “زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول او په دې برخه کې د شته کړنلارې پر بنسټ راټول او له دوران څخه به وویستل شي”.
د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې چې د تلې په ۳۰مه خپره شوه، راغلي دي چې د نویو بانکنوټونو خپریدل به اقتصادي ودې او د بازار اړتیاو ته په کتو د معقول پولي سیاست پر بنسټ وي.ږ
نوي بانک نوټونه او د هغوی چاپ:
بل خوا چارواکي وایي چې نوي افغاني بانک نوټونه یې په پولنډ کې چاپ کړي دي. د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې پولنډي چارواکو ویلي وو چې د پولنډ د پیسو د چاپ له امنیتي شرکت(PWPW) سره د افغانستان د هوکړې له مخې، ګڼل شوې چې ۳۸۰ میلیونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.
هغوی ویلي وو، د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه له ښو امنیتي ځانګړنو برخمن دي چې د خیرو یا چټلیو او د کیمیاوي محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.
دا چې دغه پیسې د کومې پشتوانې یا د کوم لګښت په اساس چاپ شوي؟ په هېواد کې د ننه مرکزي بانک یې په اړه څه ندي ویلي خو د اقتصادي او بانکي چارو کارپوه او د تېر جمهوریت پر وخت د دغه بانک سرپرست واحد نوشېر له رسنیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغان فنډ په نوم نوی ایجاد شوی فنډ به په یاده موضوع کې ډېر رول و لوبولی شي.
ښاغلي نوشېر همدارنګه وویل، چې دا پیسې د تېر حکومت پر مهال د پخواني تعهد پر اساس چاپ شوي او په بڼه کې یې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
نوموړي همدا رنګه په خپلو خبرو کې وویل، چې د سل میلیارده افغانیو په ارزښت د نورو بانک نوتونو لپاره، چې غټ نوټونه په پکې شامل دي، له یوه فرانسوي شرکت سره د نوي قرارداد کار روان دی چې د هغه لپاره یوه پشتوانه اړینه ده او په دې کې به په سویس کې رامنځ ته شوی نوی فنډ ډېر رول ولري.
د افغانیو د چاپ قرار داد او د پشتوانې ستونزه:
بل خوا د اقتصادي چارو شنونکی او د مالي تفتیش د چارو متخصص خلیل الرحمن عمرزی هم وايي، چې د دې پیسو د چاپ قرارداد د تېر حکومت پر مهال ترسره شوی و خو د نظام له ړنګېدو سره پیسې بلاک شوې، چې بېرته د اوسني حکومت په غوښتنه او د امریکا په اجازه چاپ کېږي.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل چې له پولنډي شرکت سره ترسره شوی قرارداد د تېر نظام پر وخت ترسره شوی دی او له همدې امله د هغه نظام تر سقوط وروسته لومړی دا پیسی بلاک شوې خو وروسته د اوسني حکومت په غوښتنه او د امریکایانو په منځګړیتوب یا اجازه لیک پولنډي شرکت ته د پیسو د چاپ اجازه ورکړل شوه.
عمرزی پدې اند دی :” افغانستان د زړو پیسو له مشکلاتو سره مخامخ دی او په راکړه ورکړه کی د داخلي بانکونو، خلکو، صرافانو ترمنځ ستونزې موجودې دي ځکه یې نو دا پیسی موجوده نظام ته ورکړي”.
د اقتصادي چارو دا کارپوه په دې اړه چې د نویو بانک نوټونو راتلل به د افغانستان په اقتصادي وده کې څومره رول ولوبوي؟ په دې اند دی چې شاید دا کوم خاص رول ونه لري، او یوازې په بازار کې به د زړو پیسو ځای نوې پیسې ونیسي.
دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي هم له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې د ورته پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا بانک نوټونه له یوه اقتصادي بند نه له ازادۍ پرته نور له افغانستان سره د نړۍ پر سوداګرۍ او یا دننه په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره کوم ځانګړی رول نشي لوبولی.
پولینډي شرکت او د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ:
که څه هم نوي افغان بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوي خو د یادولو وړ ده، چې افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې په برټانیا، المان او فرانسه کې د افغانیو د چاپ پروسه تر سره شوې ده.
د افغانستان د مرکزي بانک ځينې چارواکي د دې اندېښنې په ځواب کې چې کېدای شي په بېلابېلو هېوادونو کې د افغاني بانک نوټونو چاپ به د جعلي پیسو چاپ ته زمینه برابره کړي وویل، دا د نړۍ معتبر شرکتونه دي، چې په خبره یې داسې کومه چاره ممکن نه ده.
نه د افغانستان مرکزي بانک او نه هم ټام وېسټ د افغانستان بانک او بازارونو ته د نويو پیسو د راتلو کره نېټه څرګنده کړه، خو د دغه بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر بیا وايي چې دا پیسې لومړی په یو ځانګړي ځای کې ساتل کېږي له هغه وروسته بانک او بیا په سیستماتیک ډول بازار ته وړاندې کېږي.
په ټوله کې که څه هم د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان او شنونکي د افغانیو د نویو بانک نوټونو چاپ کومه لویه کارنامه نه ګڼي او د هغې د چاپ اصلي کردیټ تېر جمهوریت ته ورکوي، خو د افغانستان عام خلک او پ تېره بیا په بازار کې کار کونکي کسب ګر د نویو بانک نوټونو چاپ ته خوشحاله دي او وایي چې بازار ته د دې پیسو په راتګ سره به تر یوه بریده د زړو، سولېدلو او ټوټې شویو بانک نوټونو له ستونزې څخه خلاص شي او دا د عامو افغانانو او کاروباري وګړو لپاره یو سهولت ګڼي.
پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس