کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان – قزاق دوهم درې ورځنی نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان – قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوري اړیکو په پراختیا مثبت اغېز ولري.
له دې سره هم مهاله دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان په سویلي او منځنۍ آسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بللی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په افغان – قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورني تولیدات؛ لکه شيريني باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسي صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوي، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/