د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د نجونو د زده کړو په تړاو د یوې نړیوالې دوه ورځنۍ غونډې کوربه ؤ چې د اسلامي نړۍ یو شمېر چارواکي، دیني عالمان، پوهان او ځیني سیاسي څېرې ورته رابلل شوې وې.
د رسنیزو راپورونو پر بنسټ په دغه نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې چې رابطة العالم الاسلامي په هڅو جوړ شوی ؤ، د ۴۷ اسلامي هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ۱۵۰ ډېرو استازو ګډون کړی وو چې هر یوه په خپل وار د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو د دیني روایاتو او ټولنیزو رواجونو له پلوه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل او په ټوله کې یې د نجونو د زده کړو په تړاو په اسلامي نړۍ کې شته ستونزې او خنډونه و ارزول.
د یاد کنفرانس د پای په اعلاميه کې راغلي دي چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان څه نارینه او ښځه فرض دی او د اسلامي شریعت له مخې پدې تړاو هېڅ خنډ ته جواز نشي موندل کېدای او زياته شوې چې د اسلام د ټولو فکري مکتبونو پخواني او هم اوسني عالمان د سړيو ترڅنګ د ښځو د تعليم پر حق سره متفق او یوه خوله دي.
پدې دوه ورځني کنفرانس کې بېلابېلو شخصیتونو ویناوې وکړې او ځیني سیاسي کمپاین کوونکو لکه اغلې ملالۍ یوسفزۍ هم د خپل زړه بړاس و ایستلو او له دغه ستیج نه په ګټې اخیستنې سره یې د افغان نجونو د تعلیمي حقونو په تړاو د رښتیا او دروغو اوښکې هم تویې کړې چې طبعاً تفصیل به یې دلته ضروري نه وي.
اما اصلي خبره دا ده چې که څه هم په اسلامي شریعت کې د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو جوړ شوی دغه سیمینار یا کنفرانس د رابطة العالم الاسلامي د نړیوال سازمان له اړخه جوړ شوی ؤ، خو داسې ښکاره شوه لکه دا هم چې د افغانستان پر اوسني حکومت د فشار راوستلو لپاره د اسلام آباد له لورې د یوې وسیلې په توګه کارولی شوی وي.
دا شک ځکه هم لږ لږ د یقین خواته نژدې کېږي چې د پاکستان د حکومتي او پوځي حلقو د وسله وال برید له امله د دغه ملک پرېښودو ته اړ شوې اغلې ملاله یوسفزۍ د نورو ګډونوالو او وینا والو پر خلاف د افغانستان اوسنیو چارواکیو ته ډېره په غوسه ښکاریده او پر افغان حکومت او ولس یې د لا زیاتو نړیوالو بندیزونو غوښتنه کوله.
بل اړخ ته د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه دوه ورځنۍ کنفرانس په تړاو په خپله تبصره کې د اسلام آباد دغه کنفرانس د یادې موضوع په تړاو د اسلام آباد اندېښنه نه، بلکې د کابل پر خلاف د اسلام آباد یو تبلیغاتي کمپاین و ګڼلو.
په هر صورت دا چې اسلام آباد د دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس له کوربه توب او پکې له فعال ګډون څخه څه سیاسي او تبلیغاتي موخې درلودې ځان ته بحث دی، خو دا هم په خپل ځای تریخ واقعیت دی چې د افغانستان اوسني حکومت هم په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د نجونو او مېرمنو پر مخ د تعلیم او زده کړو په بندولو سره د دوست او دښمن دې ډول تبلیغاتو ته زمینه برابره کړې ده.
که د اسلام آباد په وروستي دوه ورځني کنفرانس کې د ځینو وینا والو خبرې او یا د دې ډول یوه نړیوال کنفرانس له کوربه توب څخه د هغه هېواد د چارواکیو له نیتونو ورتېر هم شو دا نشو ویلای چې په یاد کنفرانس کې د ټولو ګډونوالو یا وینا والو نیتونه سم نه وو یا یې د موضوع په تړاو ویناوې غلطې او د اسلامي لارښوونو خلاف وې.
بل اړخ ته د اسلام آباد له وروستي کنفرانس پرته هم د اسلامي نړۍ نامتو علماوو او مشرانو تل له افغان حکومت څخه دا غوښتنه تکرار کړې چې باید افغان نجونې او مېرمنې د تعلیم او زده کړو له حق څخه محرومې نکړای شي.آن په کور د ننه هم افغان علماوو، مشرانو او مخورو تل پدې تړاو حکومت ته ښې مشورې ورکړې او چارواکي یې هڅولي تر څو د مظلومو افغان خویندو زده کړو ته د اسلامي شریعت او اسلامي قوانینو په چوکاټ کې یوه مناسبه د حل لاره راوباسي او پدې تړاو د دوستانو اندېښنو او د دښمنانو تبلیغاتو ته د پای ټکی کېږدي.
دا به ومنو چې په تېرو پرله پسې لسیزو کې د نورو برخو په شان زمونږ په هېواد کې د ښځینه وو تعلیم او زده کړو هم یولړ ستونزې او ناخوالې له ځان سره درلودې خو دا باید دد ې سبب هم نشي چې افغان نجونې او مېرمنې دې د تعلیم له شرعي حق څخه محرومې پاتې شي او د اسلامي مقدس دین د ارشاداتو خلاف دې د جهل او ظلمت تورو تیارو ته ټیل وهل شي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/