معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو په اړه لومړنۍ هوکړې وشوه

د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو په اړه لومړنۍ هوکړې وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې استانا ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او قزاقستان ترمنځ د افغان ټرانس پټلۍ د جوړېدو لپاره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی.

د دې ورځپاڼې په وینا په پام کې ده چې د ۴،۸ میلیارد ډالرو په لګښت له شمالي ترمذ تر کابل او بیا کوهاټ پورې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ جوړه شي.

د استانا ټایمز د راپور پر اساس د دې پلان اصلي موخه د افغانستان او پاکستان له لارې د خلیج په اوږدو کې د منځنۍ آسیا او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو کرښې غځول دي.

د دې ورځپاڼې په وینا دا لار د قزاقستان په شمال ختیځ کې له یوې سیمې پیلیږي او له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته د سمندر له لارې د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر ته رسیږي.

پر دې لار د ازبکستان له ترمذ د افغانستان له لارې د پاکستان د کوهاټ تر غرونو د اورګاډي پټلۍ نشته، خو په منځنۍ آسیا او پاکستان کې پاتې برخه یې پټلۍ لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس