معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغان کرکټ لس لوبغاړي تر اوسه IPL کې اخیستل شوي

د افغان کرکټ لس لوبغاړي تر اوسه IPL کې اخیستل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په سوداګریز کرکټ لیګ کې تر اوسه لس تنه د افغان کرکټ لوبغاړي اخیستل شوي دي.

د خبر پر بنسټ، په دغو لوبغاړو کې مجیب الرحمن په ۲ کروړه هندي روپیو، محمد نبي په یو نیم کروړ اخیستل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې عطمت الله عمرزی، محمد وقار سلامخېل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځندراڼ، قیس احمد او فرید احمد هغه لوبغاړي دي، چې هر یو یې په ۵۰ لکه هندي روپیو دغه سوداګریز لیک کې د لوبېدو لپاره اخیستل شوي دي.

دغه راز دوه نور لوبغاړي اظهارالحق نوید په ۳۰ لکه او غضنفر په ۲۰ لکه هندي کلدارو باندې اخیستل شوي دي.

د هند په سوداګریز لیک کې د نړۍ له کرکټ څخه غوره لوبغاړي لوبیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس