کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان کډوالو د وېستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د معلوماتو پر بنسټ له اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستانه د قانوني ویزو لرونکو پرته د افغان کډوالو د وېستلو پلان پرې کړی او حتمي دی، خو دغه اعلامیه کاږي چې پاکستاني لوري نه دوی او نه هم د کډوالو نړیوالو سازمانونو ته وار له مخه په دې تړاو څه ویلي دي.
اعلامیې زیاته کړې چې دغه موضوع له مرکز کابل سره شریک شوی، څو د افغانانو باعزته ستنېدو او په دغه برخه کې د شته ننګونو پر حل غور وکړي.
پاکستان په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/