معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقتصاد سرپرست وزیر د ناروې کمېټې له رییس سره کتلي

د اقتصاد سرپرست وزیر د ناروې کمېټې له رییس سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رییس تیریا واټر ډال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې ځوانانو ته د کارموندنې، د ښوونې او حرفوي برنامو د پلي کېدو او د دې کمېټې د فعالیتونو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د راپور پر بنسټ یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو خوا د دې لیدنې پر مهال همداراز د روغتیا، ښوونې او روزنې او غذايي خوندیتوب په برخو کې هم د دې کمېټې د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
په‌ دې لیدنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصادي بندیزونو لګول او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، په هېواد کې د بې‌ وزلۍ او بې‌ کارۍ د کچې د لوړېدو لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته رسېدنه نه‌ شي کولای.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس