معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقلیمي بدلون د نړیوال کنفرانس هوکړه لیک خپور شو

د اقلیمي بدلون د نړیوال کنفرانس هوکړه لیک خپور شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳   نېټه):

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس مشرتابه تېره ورځ د اقلیم په اړه د وړاندیز شوې وروستۍ هوکړې متن خپور کړی دی.

د راپور پر بنسټ، دې هوکړه لیک کې په لومړي ځل هېوادونه اړ ایستل شوي، چې د اقلیم د بدلون د تر ټولو ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره له فوسیلي سوند موادو لاس واخلي او بدیلې لارې یې پيدا کړي.

دغه کنفرانس د دوبۍ په کوربتوب د اقلیمي بدلون لپاره ترتیب شوی و چې په کې د نږدې ۲ سوه غړیو هېوادونو استازو ګډون درلود.

د دې کنفرانس یو شمېر ګډون کوونکو ټینګار کړی، چې د فوسیلي سوند موادو دوره باید نوره پای ته ورسول شي، خو د تېلو تولیدوونکې ډلې اوپیک او متحدینو یې ورسره مخالفت وکړ.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس