معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اقینې بندر له لارې په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د اقینې بندر له لارې په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فاریاب کې د اقینې ګمرک رییس ويلي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د دغه بندر له لارې د افغانستان په صادراتو کې ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره، د دغه بندر له لارې د روان کال په څلورو میاشتو کې ۶ زره ۳۵۰ ټنه صادرات شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې ۳ زره ۷۲۵ ټنه صادرات شوي وو.

د هېواد په شمال کې شېرخان، حیرتان او اقینه هغه لوی سوداګریز بندرونه دي، چې له همدې لارو هېواد ته صادرات او له هېواد څخه بهر ته واردات کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس