معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د المان هېواد د غالیو نړیوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوي

د المان هېواد د غالیو نړیوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنې ویلي، چې المان  کې د غالیو په ډمسټک نړیوال نندارتون کې د غالیو اتو صادرونکو شرکتونو ګډون کړی دی.

د خبر پر بنسټ، د دغې ټولنې رییس له افغاني غالیو د ننداره کوونکو څخه په هرکلي سره ویلي، چې دغه نندارتونونه د یو هېواد په کورنیو تولیداتو باندې ښه اغېز پرې باسي او دا یې د بازارموندنې لپاره ګټور دي.

دغه نړیوال نندارتون د جرمني په هانابر ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د غاليو او ګلم د نندارې په موخه جوړ شوی دی.

په دغه درې ورځني نندارتون کې د هند، چین او ایران په ګډون د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ او ګلم هم نندارې ته ایښودل شوي دي.

د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال وایي، په دې دریو ورځو کې د افغاني غالیو تر ټولو ډېر پېرودونکي له کاناډا، امریکا، سعودي عربستان، بلجیم او لندن څخه وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس