کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې مشر د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن ته دوه ورځې وخت ورکړی، چې له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه سندونه د دغې کمېټې په واک کې ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې رییس مایک مک مکال ګواښ کړی، که چېرې انتوني بلېنکن تر دوشنبې په دغې غوښتنې عمل ونه کړي، د استازو جرګې له خوا به احضار شي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې دغه معلومات به روان کال د اپرېل تر نیمايي پورې د دغې کمېټې په واک کې ورکړي، خو د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د انتوني بلېنکن څرګندونې بې معنا بللې وې.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې یاد وزارت دغې کمېټې ته د اسنادو لېږلو ته ژمن دی او تر اوسه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د لامل په تړاو له دغې کمېټې سره د سپناوي لسګونه غونډې کړي او دغې کمېټې ته یې سلګونه پاڼې اسناد او شواهد هم ورسپارلي دي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتلو ګڼ بهر مېشتي سیاستوال او شنونکي امریکا باندې نیوکو ته هڅېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/