کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د چهارشنبې په ورځ په کانګرېس کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وېستلو باندې دوی پښیمانه نه دی.
د یادو رسنیو د خبر له مخې هغه زیاته کړې، چې له افغانستانه د ځواکونو د ګډوډۍ د وتلو په اړه د دوی له کوم چارواکي څخه کومه پوښتنه نه ده شوې او نه هم په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون ښودل شوی دی.
وړاندې تر دې د امریکا کانګرېس له لوړ پوړو امریکایي چارواکو څخه له افغانستانه د وتلو په اړه د یو شمېر اسنادو غوښتنه کړې وه.
یو شمېر افغان جمهوري پال او نړۍ کې له اوسني سرپرست افغان حکومت سره مخالفت کوونکي خلکو دې وروستیو کې یو وار بیا له افغانستانه د ناټو ځواکونو په نا مسوولانه وتلو نیوکې زیاتې کړي دي
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/