معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان ویلي، له افغانستانه د ځواکونو وېستلو پر پرېکړې پښیمانه یم

د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان ویلي، له افغانستانه د ځواکونو وېستلو پر پرېکړې پښیمانه یم

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان فرانک مکنزي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وېستلو مسوولیت یې پر غاړه و، ویلي چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه ډېره پښیماني لري.
مکنزي له فاکس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تاریخ به له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه، په هاغسې بڼې چې يې وکړه، د مرګونې نېمګړتیا په توګه وګڼي.
دغه تقاعد شوی جنرال د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر و.
هغه په دې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خپل کار د اختتام په اړه ډېره پېښماني لري، یوه پښیماني یې د ځواکونو د وتلو د اساسي پرېکړې په اړه ده، چې په نظریه يې غلطه وه.
هغه ویلي، په دې اړه ډېر پښېمان دی چې ولې له افغانستان څخه چې د ځواکونو د وتلو پرېکړه وشوه؟
امریکا او د ناټو ځواکونه د دوحې د هوکړې له مخې افغانستان څخه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس