کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د سرپرست حکومت له یوه کاري پلاوي سره یې په دوحه کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو ملاتړ، د نشه يي توکو د تولید مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
افغان لوري لا د دغې لیدنې په اړه رسما رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/