معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا وروستي هوايي برید ته په غبرګون کې د افغانستان په ګنو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه شوي

د امریکا وروستي هوايي برید ته په غبرګون کې د افغانستان په ګنو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه شوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۱۵مه او د اګسټ میاشتې ۶مه نېټه ده) د کابل په ګډون په ننګرهار، خوست، پکتیا، مزار شریف، زابل، بدخشان او څو نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د پراخو لاریونونو په ترڅ کې پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې وروستی برید وغانده او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.
د تېرې جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه امریکا د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د بې پیلوټه الوتکې پر مټ هوايي برید وکړ او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.
د امریکا د دغه برید په ګډون کې تېره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه وشول او لاریونوالو (مرګ په امریکا) شعارونه یې ورکول.
په ځینو لاریونونو کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي اداري (ای ایس ای) پر ضد شعارونه هم لیدل کېدل.
که څه هم امریکا په برید کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو ادعا کوي خو ا.ا له بریده څلور ورځې وروسته په یوه اعلامیه کې په کابل کې د الظواهري له اوسېدو بې خبرې څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې اړه به پلټنې وکړي.
بلخوا د امریکا یو لوپوړي چارواکی جان کربي ویلي، چې امریکا د ظواهري د مړینې په تړاو (ډي، ان، ای) معلوماتو ته لاسرسی نه لري.
ا.ا همدارنګه په کابل کې د امریکا دا برید د “نړیوالو اصولو او دوحې له تړون سرغړاوی” وباله.
خو امریکايي چارواکي بیا د ا.ا حکومت تورنوي چې په کابل کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري ته د خوندي ځای په برابرولو، د دوحې په تړون کې کړې ژمنه ماته کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس