معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا په پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې

د امریکا په پوځ کې د سرتېرو ځان وژنه څو برابره زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا USA TODAY ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د امریکا پوځ کې د سرتېرو د ځان وژنې شمېرې تر هغو څو برابره زیاتې دي، کوم چې له دښمن سره په جګړه کې وژل کیږي.

د دغې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د امریکا پوځ کې ۵۵ سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د یادې ورځپاڼې یو څېړنیز راپور ښيي، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د امریکا پوځ کې ۸۳۳ تنو ځان وژنه کړې وه.

د امریکا پوځ کې د ځان وژنې د لاملونو په نوم دغې ترسره شوي څېړنیز راپور کې همداراز راغلي، چې په همدې موده کې په جګړو کې وژل شویو سرتېرو شمېر یوازې ۹۶ تنه دی.

که څه هم یادې ورځپاڼې د دې ځان وژنو اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو روان پېژندونکو د دې کړنې لامل روحي ستونزې او وجداني عذاب په ګوته کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس