کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د بریتانیا حکومت اعلان وکړ، چې د امریکا، بریتانیا او فرانسې په ګډون د نړۍ له ۳۰ زیاتو هېوادونو په نړیوالو ورزشي سیالیو کې د روسیې او بیلاروس د ورزشکارانو له ګډون څخه د منع کولو ملاتړ څرګند کړی دی.
د انګلستان د کلتور، رسنیو او سپورت وزارت ادعا کړې چې د ورزشکارانو او د روسیې د وسلوالو ځواکونو ترمنځ قوي اړیکې شتون لري.
وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین پوځي برید وکړ، دغه هېواد د امریکا او ناټو له کلک غبرګون سره مخ شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/