معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا کانګرېس ته د دفاع وزیر د بې واکه کولو طرح وړاندې شوې

د امریکا کانګرېس ته د دفاع وزیر د بې واکه کولو طرح وړاندې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۵ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د شوې ګډوډۍ له امله د امریکا کانګرېس ته د دغه هېواد د دفاع د وزیر د احضار او په درنو جرمونو د هغه د تورنېدو طرحه وړاندې شوې ده.
د خبر پر بنسټ، دغه طرحه د کانګرېس يوه غړي پرون وړاندې کړې چې په کې د امریکا د دفاع وزیر مهمو استخباراتي معلوماتو ته په نه پام او له افغانستانه د وتلو بهیر کې په جرمونو تورن شوی.
دوه کاله وړاندې د اګست په ۲۶مه دغه بهیر کې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې چاودنو د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۱۵۰ نور يې ټپيان کړل.
له افغانستانه د امریکا د وتلو د بهیر کابو دوه کاله پوره کیږي او لا هم د امریکا په کانګرېس کې د دغه بهیر په اوږدو کې د شویو ګډوډیو له امله له چارواکو د پوښتنو ګروېږنو لړۍ نه ده ختمه شوې.
په دغه طرحه کې یادونه شوې چې د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د ورته پېښو په خاطر کوم امریکايي چارواکی حساب او کتاب ته نه دی حاضر شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس