معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امنیت شورا سبا د افغان ښځو پر وضعیت او حقونو بحث کوي

د امنیت شورا سبا د افغان ښځو پر وضعیت او حقونو بحث کوي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) تمه ده، چې سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت او حقونو بحث وشي.
دا خبره په ملګرو ملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق رسنیو ته کړې او ویلي یې دي، چې د غونډې ګډونوال به د ښځو او نجونو وضعیت وارزوي او د حل پر لارو چارو به يې بحث وکړي.
د افغانستان د نوي سرپرست حکومت پېژندو لپاره ظاهراً د امریکا یو شرط ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول دي.
واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته که څه هم د خلاصېدو تکراري ژمنې یې کږي خو د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او له یو شمېر ادارو ښځې ګوښه کړی شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس