کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د چین، قزاقستان او یوناما دفتر د مشرې په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره پر خپلو مرستو ټينګار کړی.
په دې کتنه کې روزا اوتونبایوا افغانستان کې له اړمنو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی.
له دې سر هم مهاله په دې غونډه کې د چین ځانګړي استازي ویلي، بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاطي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د چین ځانګړی استازي له متحده ایالتونو غوښتي، چې له کوم قید او شرط پرته له هېواده بهر د افغانانو ټولې شتمنۍ ازادې کړي.
د امنیت شورا په غونډه کې د قزاقستان ځانګړي استازي هم ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د یو سوداګریز شریک په توګه خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/