کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا او خېبر پښتونخوا ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوه.
دا لاره له نږدې ۱۶ میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه، خو له سیمې څخه سرچینې وايي، چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.
د سیمې د احمدزیو – وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو ویلي، د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ، چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/