کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له یو شمېر چینايي پانګوالو سره کتلي او هغوی ته يې په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.
راپورونو له مخې چینايي پانګوالو هم د دغې لیدنې پر مهال افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او بهرني پانګواله په ډاډه زړه پانګونه کولی شي.
موده وړاندې کابل کې پر یوه مېلمستون د برید په پایله کې ډېری چینایي اتباع له افغانستان څخه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/