معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسني سرپرست حکومت په حاکمېدو سره ۵۸ سلنه ترورسیتي بریدونه کم شوي

د اوسني سرپرست حکومت په حاکمېدو سره ۵۸ سلنه ترورسیتي بریدونه کم شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
په اسټرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په ۲۰۲۲ کال نړۍ کې د ترهګرۍ د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان د پرلپسې څلورم کال لپاره د هغو لسو هېوادونو په کتار کې لا هم شامل دی، کوم چې د تروریستي فعالیتونو له امله ډېر اغېزمن شوي دي.
دغې انسټېټیوټ په خپل خپاره کړي راپور کې وړاندې ویلي، د اوسني سرپرست افغان حکومت په واکمن کېدو سره افغانستان کې د تروریستي بریدو کچه ۵۸ سلنه راکمه شوې ده.
د دغې راپور له مخې افغانستان لا هم تروریزم څخه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې پاتې دی.
یاد انسټیټیوټ په داسې مهال دغه څرګندونې کړي، چې د سرپرست افغان حکومت له لوري دې وروستیو کې د داعش ډلې د غړو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړی، چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې پورې اړوند یو شمېر کسان نیولي، وژلي او پټنځایونه یې ورته له منځه وړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس