معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي

د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي به روانه زیږدیز میاشت نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي.
دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا تېره ورځ خبریالانو ته کړې ده.
البانیا د سپټمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړو د شورا مهالنۍ مشري کوي.
تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپټمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.
ټاکل شوې چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا دا غونډه د سپټمبر په شلمه نېټه جوړه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس