معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اړتیا پر بنسټ نادولتي موسسو کې کار ته د مېرمنو د ورګرځېدو هڅې روانې دي

د اړتیا پر بنسټ نادولتي موسسو کې کار ته د مېرمنو د ورګرځېدو هڅې روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار لپاره اړتیا وي، دوی ته اجازه ورکول کیږي چې خپلو دندو ته ور وګرځي.
دوی زیاته کړې، اسلامي حدودو په چوکات کې غیر دولتي بنسټونو کې کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت له لوري نادولتي موسسو کې د ښځینه قشر بندښت هغه جنجالي موضوع وه، چې له امله یې ګڼو بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول، چې اوس یو شمېر برخو کې مېرمنو ته په بیا ځل اجازې ورکولو ځینو موسسو خپل فعالیتونه بیا ځل پیل کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس