معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د ایراني ولسمشر وژل کېدل؛ لاملونه او اغېزې!

د ایراني ولسمشر وژل کېدل؛ لاملونه او اغېزې!

د تېرې یکشنبې په ماښام ایراني رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او څو تنو نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو په ګډون د سورلۍ د یوې چورلکې د لادرکۍ خبر خپور کړ چې بالآخره د دوشنبې په سهار وختي د ایران په شمال لویدیځ کې د نوموړې الوتکې ټوټې او د ولسمشر په ګډون پکې د ناستو ټولو کسانو جسدونه وموندل شول.

د الوتکې د ټوټو او د ولسمشر په ګډون د الوتکې د ټولو سورلیو د اجسادو تر موندلو وروسته، د دغه کسانو جسدونه د حادثې له غرنۍ او سرحدي سیمې څخه د دغه هېواد “تبریز” ښار ته راولېږدول شول او ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه یې هلته د جنازې لمونځ ادا او سبا ته( چهارشنبه) تهران ته یووړل شي.

د ایران د حکومتي چارواکو له خوا تر دې دمه د دغه هېواد د ولسمشر او نورو لوړرتبه مشرانو د سورلۍ چورلکې د غورځېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی خو پدې اړه په ټولنیزو او عامه رسنیو کې بېلابېل تحلیلونه او شننې روانې دي چې هر څوک پدې تړاو خپل نظریات څرګندوي اما روانو سیمه ییز او نړیوالو حالاتو ته په کتلو سره دا شک پیاوړی کېږي چې د ایراني ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر یوځایي وژل کېدل به یوازې یوه تصادفي پېښه نه وي او کېدای شي د پردې شا ته د سیمې او نړۍ په کچه د کومې نوې لوبې د پیل سناریو پکې نغښتي وي.

دا چې د ایران حکومتي ویاندان وایي چې د دې هېواد د ولسمشر الوتکه د درېیو هغه الوتکو په کاروان کې شامله وه چې دوه نورې یې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي، دا هم یو لړ شکونه زېږوي او داسې ښکاري چې کېدای شي تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه وي!

که څه هم په ایران کې د یوه نسبتاً پیاوړي اساسي قانون او د یوه مقتدر نظام د شتون له برکته، د ولسمشر د مړي تر پیدا کېدو سملاسي وروسته، د دغه هېواد روحاني مشر ایت الله خامنه یي د ولسمشر مرستیال “محمد مخبر” د دغه هېواد لنډمهالی ولسمشر وټاکلو، خو بیا هم داسې پوښتنې او اندېښنې شته چې آیا د ولسمشر رییسي او ملګرو د چورلکې غورځېدل به په سیمه او نړۍ کې د روان تاوتریخوالي او جګړو سره کومه اړیکه ولري که نه؟ او د ایران خپله او سیمې په راتلونکې به د دغه پېښې اغېز او اثر څه ډول وي؟

بل اړخ ته په کور د ننه په ایران کې هم د تېرکال څخه را واخله بیا تر نن پورې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو او په تېره د ښځو د حجاب او اقتصاى ستونزو په تړاو د حکومتي ځواکونو او خلکو تر مینځ د اخ او ډب پرله پسې پېښو دا وښوده چې نور په ایران کې اسلامي جمهوریت هغه پیاوړی کنټرول نه لري چې د یاد انقلاب په لومړیو کې یې درلود.

همدارنګه د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې د خبر په خپرېدو سره چې د ایران په ځینې ښارونو کې د خوښۍ او ګډا د محفلونو د جوړیدو کوم راپورونه خپاره شول، هغه هم دې لورې ته اشاره لري چې نور ایراني نظام پر خلکو هغه سلطه له لاسه ورکړې چې تر دې پخوا یې درلوده.

بل اړخ ته په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اخ او ډب زیاتېدل او په ډېرو مسایلو کې د ایران او امریکا سره ښکر په ښکر کېدل او پدې وروستیو کې د غاصب اسراییل پر خلاف د فلسطني مبارزینو څخه د ایران ملاتړ هم وضعیت لا ډېر کړکیچن کړی او پدې حالاتو کې که دا اندېښنې هم سمې راوخېژي چې د ابراهیم رییسي او ملګرو چورلکې ته د حادثې پېښېدلو کې بهرنیان لاس لري، دا قضیه به نوره هم پيچلې کړي او تاو تریخوالي ته به نوره وده هم ورکړي.

د دې ډول پېښو او واقعاتو په تړاو څه ویل یا د هغو د پایلو او نتایجو تحلیل او څېړنه به تر وخت وړاندې ګرانه وي خو دې ته په کتو سره چې یوې خواته په مینځني ختیځ کې د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې پر مظلومو فلسطینیانو د یرغلګرو اسراییلو ناتار جوړ دی او بل اړخ ته د ایران په داخل کې هم له حکومت سره د خلکو مخالفت ورځ تر بلې زیاتېږي، که چېرې دا ثابته شي چې د ښاغلي رییسي او د ده د ملګرو د چورلکې په غورځېدو کې هم څه بهرني جهتونه لاس لري، شاید دې سیمې او آن افغانستان ته به یې پایلې ښې نه وي.

په نیول شوي فلسطین کې د غاصبو اسراییلو او تش لاسو فلسطیني مبارزینو تر مینځ په روانه جګړه کې د ایران ښکېلتیا هم له چا پټه نه وه او د ښاغلي رییسي په وژل کېدو سره دا پوښتنه هم پیدا کېږي چې آیا پدې پېښه کې خو به چېرې د اسراییلو لاس نه وي؟

اوس دا چې سبا په څه پېښېږي او پېښې او حالات به په کوم اړخ را څرخي او پایلې به یې څه وي؟ دا ټول هغه مسایل دي چې راتلونکې به یې ښه او کره ځواب ورکړي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس