کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د دوغارون – تایباد سرحدي ترمینل چارواکي وايي، چې د روان کال له پیل څخه تر مرغومي میاشتې پورې افغانستان ته د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد ویلي، په دغه موده کې ۱ میلیون ۳۱۵ زره ۵۲۷ ټنه مختلف توکي افغانستان ته صادر شوي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د اسماعیل پور عابد په وینا، یاد توکي د ۴۸ زره ۱۸۴ ټرانسپورتي وسایطو له لارې لېږدول شوي، چې په کې د دواړو هېوادونو وسایط شامل دي.
د وسایطو د تګ – راتګ کچه هم د تېر کال پرتله ۲۱ سلنه لوړه شوې ده، چې دا د سوداګریزو اړیکو د لا پراخوالي ښکارندویي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او ایران دواړه هڅه کوي د سرحدي بندرونو اسانتیاوې پراخې او د سوداګرۍ لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/