معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران له زندانونو ۱۸۰ نور افغان بندیان آزاد شول

د ایران له زندانونو ۱۸۰ نور افغان بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندخونو کې د لسګونه افغان بندیانو د خوشې کېدو او هېواد ته يې د راستنولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د بندیانو د لېږد په لړ کې داځل ۱۸۰ تنه نور په بند محکوم شوي افغان بندیان افغان لوري ته وسپارل شول.
سرچینې زیاته کړې، چې یاد شمېر بندیان نن د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې د دواړو هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې سرپرست حکومت ته وسپارل شول.
تر دې مهاله د ایران هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۱ زر ۱۳۱ تنه افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس