معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ایران مذهبي مشر پر اسراییل د مستقیم برید امر وکړ

د ایران مذهبي مشر پر اسراییل د مستقیم برید امر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو ایراني سرچینو له قوله ویلي، چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ يي خپل هېواد ته امر کړی، چې د ایران په خاوره کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې دې پر اسرايیلو مستقیم برید وکړي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې د دغو دریو سرچینو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویلي یې دي، چې له هغو دریو سرچینو څخه دوه یې د ایران د سپا پاسدران غړي دي.

د دوی په وینا ایران به د اسرايیلو پر پوځي اهدافو د بې‌پیلوټه الوتکو او راکټونو  بریدونه وکړي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، ایران د دې احتمال په اړه هم څېړنه کوي، چې د ایران له خاورې پر اسرايیلو د مستقیم برید په څېر به د یمن، سوریې او عراق له ځینو برخو هم د اسرايیلو پر لور بریدونه وشي.

تر دې وړاندې د ایران ستر مشر د هنیه له وژل کېدو وروسته پرون په خپل پیغام کې وویل، چې اسراییل په‌ دې کار سره د ځان لپاره سختې سزا ته تیار دی.

د حـ. ـماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هـ.ـنیه د چهارشنبې په سهار د تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره په شهادت ورسېد.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس