کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې نن د تهران په سویلي او لویدیځو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
ځینو امریکایي رسنیو بیا د اسراییل په حواله لیکلي، چې دغو بریدونو کې د ایران د انرژۍ او اټومي زېرمې په نښه شوي.
اسراییل د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړۍ نېټه پر دغه خاوره د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته بیا – بیا له ایرانه د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتي مالي یا ځاني زیان په تړاو څه نه دي ویل شوي او نه هم ایراني چارواکو خپل نظر څرګند کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/