معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت

د ایران په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
له ایرانه بهر د هغو رسنیو د خبر له مخې چې د دغه هېواد لپاره خپرونې او نشرات کوي، ایران کې د لاریونونو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت.
دغو رسنیو د ايران د بشري حقونو د فعالانو خبري ادارې يا هرانا له قوله راپور ورکړی، چې د روانو لاريونونو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۱۶ تنو ته رسيدلی دی.
د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ په وژل شويو کسانو کې ۷۰ تنه داسې دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو.
په راپور کې ادعا شوې ۱۹ زره لاريونوال د حکومت له لوري نيول شوي هم دي، چې تر دې مهاله يې فقد د ۴ زرو او ۵۶۶ تنو هويتونه تثبيت شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ په اوسلو کې مېشتې د ايران د بشري حقونو شورا په ورته يوه راپور کې ويلي وو چې د سلو په شاوخوا کې ايراني معترضين د اعدامېدو له ګواښ سره مخ دي.
حجاب پر سر د ایران حکومت له لوري د مهسا امینی تر بندي کولو او بیا په بند کې د نوموړې تر مړینې وروسته دغه قهرجن لاریونونه پیل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس