کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران په کرمان کې د شویو دوو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۵ تنو ته رسېدلی دی.
د خبر پر بنسټ، چاودنې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې شوي دي.
ځایي سرچینو ویلي، چې پېښه کې نږدې ۲ سوه ۱۱ ژوبل شوي هم دي.
دا چاودنه د ګلزار شهدای کرمان پر لاره صاحب الزمان جومات ته څېرمه شوې ده.
د ایران دولتي هیئت د دغو چاودنو د مرګ – ژوبلې په وجه عمومي ویر اعلان کړی دی.
د مسوولینو په وینا د ډېری ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې ښایي د وژل شویو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راشي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی، خو ایراني چارواکو دغه برید ترهګریز بللی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/