معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران په ۲۰ ولايتونو کې د سړې هوا له امله دولتي ادارې او تعليمي مرکزونه تړل شوي

د ایران په ۲۰ ولايتونو کې د سړې هوا له امله دولتي ادارې او تعليمي مرکزونه تړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د سختې سړې هوا له امله دولتي ادارې او تعليمي مرکزونه تړل شوي دي.

د اېرنا خبري آژانس د راپور له مخې ايراني چارواکو دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې د دې هېواد د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د هوا سختې سړېدو خبر ورکړ.

د ایران د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، چې په شمال لویدیځ اردبیل ولایت کې به د تودوخې درجه تر منفي ۱۸ سانتي ګرادو پورې ټیټه شي، چې له امله یې د خلکو ژوند اغېزمن کېدلی شي.

د دې وضعیت په پام کې نیولو سره د دولتي ادارو او تعلیمي مرکزونو د بندېدو پرېکړه شوې، څو خلکو ته د سړې هوا سره د مبارزې اسانتیاوې برابرې شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس