معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بامیان – دوشي د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پاتې چارې پیلیږي

د بامیان – دوشي د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پاتې چارې پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیان والي ویلي، چې د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د غځولو چارې به تر درې کلن ځنډ وروسته ډېر ژر پیل شي.

د بامیانو والي زیاته کړې، تازه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ورسره ژمنه کړې، چې د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځولو چارې به ډېر ژر پیل کړي. د بامیان – دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لري، د غځولو چارې یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې پيل شوې او په پام کې وه چې د دوو کلونو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د سرپرست حکومت له بیاځلې واکمنېدو سره یې چارې چې ۷۰ سلنه پر مخ تللې وې، وځنډېدې.

بامیان د اوو ولسوالیو لرلو سره د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو ولایت دی، چې ۹۰ سلنه کورنۍ په کې له برېښنا بې برخې دي او ډېری دا کورنۍ له لمریزې برېښنا خپلې اړتیاوې پوره کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس