کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د بدخشان پامیر کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شول، عامې روغتیا وزارت یو روغتیايي ټیم د نوې خپرې شوې ناروغۍ د درملنې او کنټرول په موخه د تاجکستان له لارې پامیر ته ولېږلو.
دغې سیمې ته ورغلي یاد ټیم تر تشخیص وروسته ویلي، چې دا ناروغي پرمختللی زکام یا کورونا دی، چې د ډېرې یخنۍ له امله یې مرګ_ژوبله اړولې ده.
دوی اوس دغه سیمه کې صحي وضعیت د ډاډ وړ ګڼي.
تر دې وړاندې د پامير اوسېدونکو ویلي و، چې دغې ناروغۍ د ٢١ تنو ژوند اخیستی او لسګونه نور پرې اخته شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/