کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
یاد وزارت ویلي، دغه پوهنځی هېواد کې د معیاري لوړو زده کړو پراختیا، د بدخشان ولسونو لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو اسانتیاوو رامنځته کولو او د طبي ستونزو د حل په موخه منظور شوی دی.
بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي رامنځته کول وروسته له هغې منظور شول، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د معیاري کولو په موخه د هېواد په پوهنتونونو کې د ۱۱ دوکتورا او ۳۶ ماسټري برخې فعاله کولو خبر ورکړ.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/