کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
که څه هم له یوه لوري د برېښنا شرکت ویلي، هڅه کې دي چې د برېښنا شته ستونزه ژر حل کړي،خو د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابريکو د تولیداتو کچه ۷۵ سلنه راکمه شوې ده.
د شاوخوا دوه میاشتو راهیسې په پلازمېنې کابل کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې چې د نورو برخو ترڅنګ یې د فابریکو پر تولیداتو هم منفي اغېزې کړې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/