معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بشري حقونو څار سازمان پر ترکیې غږ کړی چې د افغان پناه غوښتونکو اجباري ایستل ودروي

د بشري حقونو څار سازمان پر ترکیې غږ کړی چې د افغان پناه غوښتونکو اجباري ایستل ودروي

شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د بشري حقونو د څار سازمان له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې.
دغه بنسټ په خپل تازه خپور شوي رپوټ کې پر ترکیې غږ کړی، چې په سم لاسي ډول دې د پناه غوښتونکو د جبري ایستلو مخنیوی وکړي.
د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن بېګاه ناوخته په دې اړه په یوه مرکه کې وویل، چې ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبري ایستلو مخه ونیول شي.
مېرمن ګاسمن ویلي، که څه هم ترکیه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو لوړ شمېر لري خو بیا هم له خپلو پولو د افغانانو شړلو یا هم په الوتنو کې افغانستان ته د افغانانو اجباري ایستلو ته یې دوام ورکړی دی.
د هغه راپور له مخې چې پرون د بشري حقونو د څار سازمان خپور کړی ترکیې ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې په ټوله کې ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پناه غوښتونکي شړلي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، ترکیه بې له دې چې د افغانانو اندېښمنوونکي غږونه واوري، دوی جبراً له خپلې خاورې باسي.
افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې پر چلند دغه راپور «هېڅوک نه پوښتي چې ولې له افغانستانه ووتم» تر نامه لاندې خپور شوی دی.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر چټک کړی، چې د تېر کال پرتله ۱۵۰ سلنه زیات شوی دی.
د راپور بله برخه وايي، چې افغان پناه غوښتونکي په ترکیه کې نه شي کولی د خوندیتوب لپاره په نړیوالو ادارو کې ځانونه ثبت کړي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ځوان نارینه او هلکان چې د کورنیو له ښځینه غړو پرته سفرونه کوي، د ترکي چارواکو له وهل ټکولو او ځورونې سره مخامخ شوي یا هم د دغسې پېښو شاهدان وو.
یاد سازمان وايي، پر افغانستان د ا.ا د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، له هېڅ هغه افغان سره چې د کورنۍ ښځینه غړې ورسره نه وې او ترکیې ته تللي، د ترکیې د کډوالۍ ولایتي ادارو له خوا ور سره خبرې نه دي شوي او د پناه غوښتنلیک یې هم نه دی منل شوی.
دا په داسې حال کې ده د بشري حقونو د څار سازمان پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د پناه غوښتونکو اجباري ایستلو لړۍ ته دې د پای ټکی کېږي، چې په وینا یې دا د بشري حقونو د معیارونو خلاف کار دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس