معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بغلان د سمنټي برېښنایي پایو جوړولو فابریکې تولیدات زیات شوي

د بغلان د سمنټي برېښنایي پایو جوړولو فابریکې تولیدات زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان د سیمنټي پایوو جوړولو کارخونې مسوولینو ویلي، چې د سمنټي ستنو تولید تر مخکې کلونو زیات شوی او دوی په دې هڅه کې دي، چې نور هم د دغو پایو تولید پراخ کړي.
د خبر پر بنسټ د بغلان د برېښنا رییس ویلي، چې تولید یې تر پخوا زیات شوی او دغه فابریکه په عادي ډول په دوه کاري وختونو کې هره ورځ ۲۷ د برېښنا ستنې تولیدوي، چې ۱۳ ستنې یې لس متره او ۱۴ ستنې یې دولس متره دي.
نوموړی زیاتوي، چې د بغلان برېښنایي ستنو جوړولو فابریکه کې تولید کېدونکې ستنې له ښه کېفیت څخه برخمنې دي او دوی په دواړو کاري وختونو کې هڅه کوي، څو اته متره، لس متره او دولس متره ستنې تولید کړي، چې دا چاره په عادي ډول مخ پر وړاندې روانه ده.
د دې فابریکې فني کارکوونکي وايي، دوی درې ډوله ستنې تولیدوي او غوښتنه کوي چې د افغان حکومت دې د دې فابریکې زاړه شوي ماشینونه ورته نوي کړي څو دوی له دې هم زیاتې برېښنایي ستنې تولید کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس