کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.
تیدروس ادهانوم ګیبریسوس پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله چې په پایله کې یې ۳ سوو څخه زیات کسان مړه او د نږدې ۱۷ سوه نورو د ژوبلېدو ترڅنګ یې سلګونه کورونه او روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.
بغلان چې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو سخت وځپه، ډېری خېریه بنسټونه او چارواکي په کې ولسونو ته د رسېدنې په موخه هڅې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/