معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلخ سیمه‌ ییزو مسوولینو نهه کسیز پلاوي ازبکستان ته تللی

د بلخ سیمه‌ ییزو مسوولینو نهه کسیز پلاوي ازبکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت سرپرست والي په امر د بلخ د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه نهه کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې غونډه کړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ دې غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټي وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د ویزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوي.

لیدنه کې د یادو او نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې هم کړې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس