معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلوچستان ډبرو سکرو له یوه کانه د ۱۱ کان کیندونکي مړي ویستل شوي

د بلوچستان ډبرو سکرو له یوه کانه د ۱۱ کان کیندونکي مړي ویستل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د ژغورنې ټیمونو د بلوچستان په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۱۱ کان‌کېندونکو مړي له خاورو را ویستلي.

د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې دا چاودنه تېره اونۍ د ډبرو سکرو په کان کې د میټان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.

د ژغورنې ټیمونه تر دې دمه د یوه قرباني د موندلو هڅه کوي، چې لا هم د خاورو لاندې پاتې دی.

چارواکو د دې پېښې په اړه د خپلو اندېښنو څرګندولو ترڅنګ د کانونو د خوندي کولو لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

یادې پېښې د کان کېندنې پر مهال د خوندیتوب د نشتوالي او د میټان ګاز د چاودنو د خطر په اړه پوښتنې راپورته کړي، چې په دې سیمه کې ډېرې وخت دغسې پېښې رامنځته کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس